د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د والېبال فدراسیون له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د ولایت په کچه د غوره لوبډلو ترمنځ د والېبال سیالي پيل شوې.
د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیمزي سلاموطندار ته وویل، د والېبال دغه ژمنې سیالي د ولایت په کچه د ۳۳ غوره لوبډلو ترمنځ پيل شوې چې دوه اوونۍ به دوام وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نعیمزي زیاته کړه: «له یادو سیالیو له جوړیدو څخه یې موخه د ولایت په کچه د والېبال ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او همدارنګه د ولایت په کچه د غوره لوبغاړو په نښه کول دي.»
نوموړی زیاتوي، هڅه کوي چې ورته سیالي له مرکز پلعلم څخه ولسوالیو ته هم وغځوي او د والېبال ورزشکارانو ته د اړتیا له مخې، اسانتیاوې برابرې کړي.
د پیل شویو سیالیو یوه ورزشکار احمدجمشید سلاموطندار ته وویل، خوښ دی چې د ولایت په کچه د غوره لوبډلو ترمنځ د والېبال ژمنې سیالي پيل شوې.
نوموړی د والېبال فدراسیون ته وړاندیز وکړ چې د لوګر د والېبال ورزشکارانو ته د ظرفیت لوړونې، وسایلو او لوبغالي برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
باید وویل شي چې دوه اونۍ وړاندې هم د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ۵۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د ولایت په کچه د غېږنېونې سیالۍ جوړې شوې وې.