نړیوال بانک وايي، د افغانستان تولیدات په روان زېږدیز کال کې ۲،۷ سلنه زیات شوي او دغو تولیداتو د تېرو اقتصادي زیانونو یوازې ۱۰ سلنه جبران کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه بانک په یوه راپور کې لیکلي چې افغانستان په روان زېږدیز کال کې د منځنۍ کچې اقتصادي وده کړې او دې ودې یې په اقتصاد کې د تشکیلاتي ستونزو پر حل ډېر کم اغېز کړی دی.
په راپور کې لیکل شوي: «د افغانستان د اوږدمهالی پرمختګ د کورنۍ خصوصي برخې د پام وړ انرژي نه ګټې اخیستو او د سوداګرۍ برخه کې ښهوالي پورې تړلی دی. دې موخې ته د رسېدو کیلي د پانګونې زیاتوالی، د کوچنیو کاروبارونو لپاره مالي سرچینو ته لاسرسی او د کارموندونکو ښځو ملاتړ دی.»
نړیوال بانک ویلي چې مالي محدودیتونه، نامتوازنه سوداګري او د پانګونې لپاره لږ ظرفیت د افغانستان د اقتصادي ودې پر وړاندې مهمې ننګونې دي.
د نړیوال بانک په وینا، د افغانستان سوداګري په روان زېږدیز کال کې نامتوازنه وه؛ داسې چې به دغه کال کې د صادراتو کچه ثابته وه، خو واردات زیات شوي دي.