Asset 1SWN

سلام وطندار

زېلېنسکي د پوتین او شولز پر ټیلیفوني اړیکې نیوکه کړې

R (2)

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي د جرمني لومړي وزیر اولف شولز او د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین ترمنځ پر ټیلیفوني خبرو نیوکه کړې.

زېلېنستکي ویلي چې دغه ډول ټیلیفوني اړیکې د روسیې منزوي کولو او اوکراین کې جګړې پای ته رسولو او د عادلانه سولې ټينګښت په اړه ټولې هڅې کمزورې کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د زېلېنسکي په وینا، دا هغه څه دي چې روسیه یې، غواړي. «دا هغه څه دي چې پوتین یې، له مودو غواړو. هغه ته دا ډېر مهم دي چې خپله انزوا کمزورې کړي او عادي مذاکرات وکړي.»

د جرمني لومړي وزیر اولف شولز له نږدې دوو کلونو وروسته په لومړي ځل له ولادېمیر پوتین سره خبرې کړې دي.

شولز د یادې ټیلیفوني اړیکې پرمهال پوتین هڅولی، څو له اوکراین خپل سرتېري وباسي او کیېف سره خبرې پیل کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کرملېن د یادې ټیلیفوني اړیکې په تړاو ویلي چې دواړو لوریو اوکراین کې د روانې جګړې په اړه خبرې وکړې او  په وینا یې، پوتین په ډاګه کړه چې د جګړې پای ته رسولو هره هوکړه باید نوي اراضي سره مل وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام