Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې دوه کسان د جعلي‌ بانک‌نوټونو د چلښت په تور نیول شوي

IMG-20241106-WA0009

خوست کې امنیتي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې یې،هغه دوه کسان نیولي چې په بازار کې يې جعلي‌ بانک‌نوټونه چلول.

د خوست امـنیه قومنداني څخه نن چهارشنبه، لړم ۱۶مه سلام‌وطندار ‌ته په رالېږل شوې خبرپاڼه ويل شوي چې دغه کسان د اسماعېل‌خېلو ولسوالي کې نیول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې، د ياد ولايت د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالي امنيتي ځواکونو د یو لړ کشفي معلوماتو پربنسټ، دغه کسان د یادې ولسوالي په دوه سرکه بازار کې د جعلي بانک‌نوټونو د چلښت په تور نیولي دي.

خبرپاڼه کې ويل شوي چې نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې منلې چې جعلي بانک نوټونه یې، پاکستان څخه راوړي وو او غوښتل یې، د اصلي نوټونو پر ځای یې وکاروي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ویلو ده چې له نیول شویو کسانو سره یو اندازه جعلي بانک نوټونه هم نیول شوي او ژر ده چې له خپلې دوسیې سره سم  قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام