که څه هم د امریکا ولسمشریزو ټاکنو د رایو شمېر روانی دی، ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ ځان د یادو ټاکنو بریالی اعلان کړی دی.
ټرمپ وروسته له هغې دغه ادعا وکړه چې فاکس نیوز د کامېلا هرېس د ماتې وړاندوینه وکړه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
فاکس نیوز ویلي چې ټرمپ د سپینې ماڼۍ له پرېښودو څلور کاله وروسته بېرته سیاسي راتګ کړی او وړاندوینه یې، کړې چې ډونالډ ټرمپ د امریکا ۲۰۲۴کال ولسمشریزې ټاکنې ګټلې دي.
د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د رایو شمېرل پیل شوي او د لومړنیو معلوماتو له مخې، ډونالډ ټرمپ د هرېس پروړاندې مخکښ ښکاري.
د رایو شمېر لاهم روان دی.
ډونالډ ټرمپ د فاکس نیوز له وړاندوینې وروسته خپلو پلویانو ته وینا کړې او ولسمشریزو ټاکنو کې یې، خپل بری نمانځلی دی.
بلخوا د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې
هغه ویلي: «ګرانه ټرمپ او مېلانیا ټرمپ تاریخي راتګ مو مبارک شه! سپینې ماڼۍ ته ستاسو بېرته راتګ به امریکا ته نوی پیل او د اسراییلو او امریکا ترمنځ د قوي ژمنتیا او یووالي پیل وي.»
د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د رایو شمېر لا نهدی بشپړ شوی او اوس هم روان دی. خو د نړۍ ځینو مشرانو ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړي دي.
د فرانسې ولسمشر اېمانوېل ماکرون هم ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې.