Asset 1SWN

سلام وطندار

د لوګر لوړو زده‌کړو موسسه کې په ۶۶ میلیونه افغانۍ اته پروژې بشپړې شوې

لوګر پوهنتون- لوړو زده‌کړو موسسه

د لوګر لوړو زده‌کړو موسسې مسوولان وايي چې یادې پروژې د تېر یوه کال پرمهال د لوړو زده‌کړو وزارت د شاوخوا ۶۶ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې او نن پنجشنبه، لړم درېیمه، ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

د دغه ولایت د لوړو زده‌کړو موسسې رییس مولوي ضیاالاحمدصارم وویل، په بشپړو شویو پروژو کې د لوړو زده‌کړو موسسې احاطوي دیوال، عمومي دروازه، څلور حلقې ژورې څاګانې، یو باب معیاري کانټېن، یو باب سایبان، لوړو زده‌کړو موسسې ته د برښنا او نوري فایبر وصول کول شامل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د یادو پروژو له پرانېستې سره اوس د دغه ولایت د لوړو زده‌کړو موسسې د ښوونکو او محصلینو ډېری ستونزې هوارې شوې دي.

بل‌خوا د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندامحمد ندیم وویل، لوړو زده‌کړو وزارت د هیواد په کچه د پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو موسسو ودانیو او اړتیاوو پوره‌کولو ته لومړیتوب ورکړی دی.

د ده په وینا، که هر ولایت کې پوهنتونونه او لوړو زده‌کړو موسسې معیاري ودانۍ او اسانتیاوې ولري، محصلین به یې په لوړ معیار سره وروزل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، هڅه کوي چې د لوګر د لوړو زده‌کړو موسسې برخه کې شته ستونزو ، ښوونکو او محصیلینو غوښتونو ته رسېدنه وکړي.

باید وویل شي چې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست مولوي ندامحمد ندیم د لوګر د لوړو زده‌کړو موسسې له ښوونکو او محصلینو سره هم د هغوی د ستونزو او لاسته‌راوړنو په تړاو جلا جلا لیدلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام