Asset 1SWN

د تریخي ناروغي په اړه نه پوهاوی؛ یوشمېر ښځې یې له کبله په خپل سر درمل خوري

کیسه_ی-صفرا-qvee7rx4o02vcoujevivgjsbi9y3bkcv9cqm7n1eo8

د تریخي ناروغي په اړه نه پوهاوی او په ښځو کې د دې ناروغي نه تشخیص لامل شوی چې پرې اخته یوشمېر ښځې په خپل سر درمل وخوري. سلام‌وطندار په دغه راپور کې له اوو ښځو سره چې د تریخي پر ناروغي اخته دي، مرکې کړي او دا یې موندلې چې هغوی د معدې او سینه کې د درد او ستړیا له کبله د خپلسرو درملو خوړلو ته مخه کړې او په وینا یې، د معدې درد یې ورسره ارام شوی هم دی.

د پروان اوسېدونکې زېباګل چې ۵۷ کاله عمر لري وايي، د خلکو د نه پوهاوي او د ډاکټرانو له‌خوا د نه پوهاوي له کبله یې یو کال د معدې درمل خوړلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړې زیاتوي: «له دې مخکې ډاکټرانو ته ورغلم؛ هغه مهال یې راته ویلي و چې اېچ‌‌پای‌لوري لرې. یو کال مې درملنه وکړه؛ کله یې چې درد پسې واخیستم، ډاکټر ته ورغلم، ویل یې په تریخي کې دې شګه ده؛ باید عملیات یې کړې.»

د کابل اوسېدونکې ریګای چې ۳۶ او عادله چې ۵۵ کاله عمر لري، هم وايي چې په سینه او اوږو کې د درد، د معدې درد او د ستړیا احساس لامل شوي چې په خپل سر درمل واخلي او ویې غوري. د دوی په وینا، کله چې ډاکټر ته ورغلي، ورته ویلي یې دي چې د تریخې پر ناروغي اخته دي. دوی زیاتوي:

«د ماشوم له زېږېدو وروسته به مې کله کله په سینه کې د درد احساس کاوه. دا چې تشخیص شوې نه وه چې درد د څه له کبله دی، فکر مې کاوه معده ده. امپرازول او د معدې نور درمل مې خوړل؛ لومړی ډېر کم دردونه وو، خو ورو ورو زیات شول. ډاکټر ته ورغلم، ویل یې په تریخي کې دې شګه ده؛ مېکروبي شوې؛ باید عملیات شې.»

«دوه کاله ناروغه وم؛ معدې، نس او اوږې مې درد کاوه او ځینې وخت به مې زړه هم بدېده. ژوند او اقتصادي وضعیت مې ښه دی؛ ډاکټر ته چې ورغلم، ویل یې په تریخي کې دې شګه ده؛ باید عملیات شې.»

ډاکټران هم وايي د تریخي ناروغي په اړه د مېرمنو عامه پوهاوي نه لرل لامل شوي چې په خپل سر درمل وخوري او د دغو درملو خوړل د معدې درد او د هاضمې سېسټم کې ګډوډي پیدا کوي او هډوکی هم ورسره پوده کېږي.

د دوی په وینا، د تریخي ناروغي د نارینه‌وو په پرتله په ښځینه‌وو، په تېره پخو ښځو کې ډېره ده.

د داخلې څانګې ډاکټره فاطمه سحر وايي: «په دوامداره توګه د انټي‌اسیډ لرونکو یا د معدې د درد درملو خوړل چې دوی معمولاً فکر کوي معده یې ستونزه لري، د وخت په تېرېدو سره یې هډوکي پوده کوي او له ستونزو سره یې مخامخوي.»

د عمومي جراحي او یورولوجي څانګې متخصص حمید عطايي هم په دې اړه وايي: «د تریخي پر ناروغي د شپږو اخته کسانو له ډلې څلور هغه یې ښځینه دي او دوه نارینه. د عمر له اړخه د ۴۰ او ۵۰ کلونو ترمنځ دي.»

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل هم تاییدوي چې په ښځو کې د تریخي ناروغي موجودیت مني، خو زیاتوي چې د هېواد په روغتونونو کې د دې ناروغي درملنه کېږي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه زیاتوي: «په افغانستان کې د تریخي مېکروبي کېدو او په‌کې د شګې موجودیت درملنه کېږي. په مرکز او ولایتونو کې د دې ناروغي د داخلې او جراحي برخې د درملنې لپاره خدمتونه شته. د دې ترڅنګ، د کابل په استقلال او نورو روغتونونو کې د لاپراسکوپي جراحیو اسانتیا هم شته.»

منظم سپورټ او د مناسبو خوړو کارول هغه لاملونه دي چې د تریخي ناروغي ګواښ را کموي، خو افغان ښځې دغو دواړو ته لاسرسی نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام