Asset 1SWN

سلام وطندار

پزشکیان اسراییلو ته: د بې‌ګناه خلکو وژنه ودروئ

urnpublicidap.org6a89f9db08985385dbf108ef98b9ed01Iran_President_26347

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي چې اسراییل باید د «بې‌ګناه خلکو وژنه» ودروي. نوموړي دغه څرګندونې نن جمعه، اکتوبر یوولسمه اوزبیکستان کې د یوې نړیوالې غونډې په څنډه کې کړې دي.

هغه د یادې غونډې ترڅنګ خبریالانو سره د خبرو پرمهال وویل چې اسراییل باید د بې‌ګناه خلکو له وژنې لاس واخلي او په وینا یې، منځني ختیځ کې د «صهیونیستي رژیم» له اقداماتو امریکا او اروپا ملاتړ کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مسعود پزشکیان اسراییل د هر ډول نړیوال تړون څخه په سرغړونه تورن کړ او وویل: «غواړم اسراییلو ته ووایم: د بې‌ګناه خلکو وژنه بنده کړئ؛ د هستوګنې ودانیو بمبارۍ بندې کړئ، هغه خلک چې هېڅ هم نه‌لري.»

د ایران ولسمشر همداراز زیاته کړه، اسراییل دا کار له دې امله کوي چې په وینا یې، تر شا یې، امریکا او اروپا ولاړه ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې اسراییلو تازه د لبنان پلازمېنه بیروت سوېل کې هوايي بریدونه کړي چې پرمهال یې، ۲۲ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام