Asset 1SWN

اسراییلو دغه هېواد ته د انټونیو ګوټرېش پر ورتګ بندیز ولګاوه

Untitled-design-2024-10-02T171214.863

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر یسراییل کاټز پر خپل اېکس لیکلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش ته به اجازه ور نه‌کړي چې خاورې ته یې ور دننه شي. هغه ګوټرېش یو «نامطلوب کس» بللی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کاټز په وینا، پر انټونیو ګوټرېش یې ځکه دغه بندیز لګولی چې نوموړي په غوڅ ډول پر اسراییلو د ایران او د اکټوبر پر اوومه پر اسراییلو د حماس برید نه‌دی غندلی او نه یې هم د حماس، حزب‌الله او حوثیانو د اقداماتو پر وړاندې توند غبرګون ښودلی دی.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: «هر څوک چې پر اسراییلو د اسلامي جمهوريت برید په څرګند ډول ونه غندي، لکه څرنګه چې د نړۍ نږدې ټولو هېوادونو غندلی، د دې وړ نه‌دی چې د اسراییلو په خاوره کې پښه کړي.»

نوموړي ټینګار کړی چې اسراییل به د ګوټرېش له ګډون او نه ګډون پرته د خپلو خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټرېش تل په منځني ختیځ کې د جګړې او تاوتریخوالي ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او پر اسراییلو د ایران له وروستي برید وروسته یې هم په منځني ختیځ کې د جګړې پر ژرترژره درولو ټینګار کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام