د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي، د دغه وزارت د سرپرست سراج.الدین حقا.ني په لارښوونه یوه کمېټه جوړه شوې، څو د هغه حکم پر پلي کېدو څارنه وکړي چې له مخې یې د هر ډول کیندل شویو څاهګانو خاوندان باید د ګواښونو او پېښو د مخنیوي لپاره د څاهګانو سرونه بند یا هم داسې جوړ کړي چې څوک پهکې ونه لوېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه وزارت د ویاند مرستیال بسمالله حبیب وايي، د یادې کمېټې غړي به ټولو ولایتونو ته د دې موضوع د عملي څارنې لپاره ځي او له سرغړوونکو سره به سخت قانوني چلن کوي.
د هغه په خبره، له تېرو څو کلونو راهیسې یې په بېلابېلو ولایتونو، په تېره سوېلي هغو کې ژورو څاهګانو ته د ولسي وګړو د لوېدو ګڼې پېښې ثبت کړې دي.
د یادونې ده چې د روانې اوونۍ د دوشنبې ورځ په غزني کې یوې څاه ته د لوېدلي ماشوم د ژغورنې پر مهال د دغو ماشومان ترڅنګ، څلورو نورو کسانو هم ژوند بایللی دی.