Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې ۴۰۰۰ جریبه «چرس» له‌منځه وړل شوي

6c5d803f-455c-4457-913b-20f7ee26b125

 د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وایي چې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پروړاندې د مبارزې ریاست له لوري د نشه‌يي توکو کرکېلې له‌منځه وړو عملیات نن «یکشنبه، تلې اتمه» پای ته ورسېدل.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، دغه عملیات ۲۰ ورځې وړاندې د لوګر په مرکز پل‌علم او ازرې ولسوالیو کې پیل شوي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه همدارنګه زیاته کړه، یاد عملیات د لوګر  امنیه قومنداني سره په ګډې همغږۍ د مرکز پل‌علم په «روس‌میدان» او د ازرې ولسوالي په خړې تېږې، خړورسک، تورکاڼي او ګورګاڼې سیمو کې شوې دي.

هغه وویل، دغه عملیاتو کې شاوخوا ۴ زره جریبه چرس د امنیتي ځواکونو له لوري له‌منځه وړل شوي دي.

انس زیاتوي، «د نشه‌يي توکو د کرکېلو له منځه وړلو عملیات نن رسما پای ته ورسېدل او کروندګرو څخه وغوښتل شول چې نور په خپلو کروندو د ناوړه بوټو چرسو کرکېله ونه کړي او که چیرې څوک له دې امر څخه سرغړونه وکړي، قانون ته به وسپارل شي.»

د ازري ولسوالۍ یوه کروندګر  عمصت الله سلام‌وطندار ته وویل، حکومت ته پکار ده چې په یاده ولسوالۍ کې له کروندګرو سره د بدیل معیشت برخه کې مرستې وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی زیاتوي، د ازرې ولسوالۍ کروندګر له خورا اقتصادي ستونزو سره لاس او ګیروان دي او اړتیا ده چې د یادو کروندګر دوامداره لاسنیوی وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام