Asset 1SWN

سمنګان کې سږکال د غنمو حاصلات ۶۰سلنه زیات شوي

a4493d47-c030-4f18-9091-e0fc55ca8e2c

د سمنګان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرکال په پرتله سږکال د غنمو په حاصلاتو کې ۶۰سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یاد ولایت د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر انجینیر خلیل کریمي وايي، سږکال پر وخت اورښتونه د غنمو حاصلاتو د ډېروالي لامل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، سږکال د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو کې پر څه باندې ۲۱۲ زره هکټاره ځمکه اوبیز او للمي غنم کرل شوي وو چې په اټکلیزه توګه ترې ۱۰۸زره او ۶۰۰ مټریک ټُنه غنم راټول شوي دي.

د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر همداراز وايي، تېرکال له یادو ځمکو ۳۳زره او ۲۳۶ مټریک ټُنه غنم ترلاسه شوي وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، یادو شمېرو ته په کتو، د تېرکال په پرتله سږکال دغه ولایت کې د غنمو حاصلاتو کې ۶۰سلنه زیاتوالی ښيي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام