د لبنان په پلازمېنې بېروت کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو په ترڅ کې د حزبالله ډلې د یوه لوړپوړي قومندان په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي دي.
برید جمعه، سپټمبر ۲۰مه شوی دی.
رویټرز خبري اژانس نن شنبه، سپټمبر ۲۱مه په یوه راپور کې د اسراییلو پوځ او لبنان کې د یوې سرچینې له قوله ویلي چې دغه برید کې د حزبالله ډلې لوړپوړی قومندان ابراهیم عقیل او نور کسان وژل شوي دي.
بلخوا حزبالله په یوې خبرپاڼه کې د خپل دغه قومندان وژل تایید کړي، خو په دې اړه یې، نور جزییات نهدي ورکړي. د لبنان روغتیا وزارت ویلي چې دې برید ۱۴ کسان وژل شوي او ښايي د وژل شویو شمېر له دې هم زیات شي.
دغه وزارت وړاندې ویلي چې برید کې ۶۶ کسان ټپیان شوي چې د نهو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی وو.