Asset 1SWN

سلام وطندار

افغانستان د فوټسال نړیوال جام کې له اوکراین سره سیالي کوي

Afghanistan-v-Angola-FIFA-Futsal-World-Cup-Uzbekistan-2024

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د فوټسال نړیوال جام ګروپ پړاو سیالیو په لړ کې نن شنبه، سپټمبر ۲۱مه  د اوکراین پر وړاندې سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن د افغانستان پر وخت د شپې ۷:۳۰ بجې د اوزبیکستان په «انډي‌جان یونېورسل سپورټس کمپلېکس» لوبغالي کې پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا په ګروپ پړاو کې د افغانستان او اوکراین وروستۍ لوبه ده او د یادې لوبې ګټونکې لوبډله به د روان نړیوال جام بل پړاو ته لاره پیدا کړي.

افغان لوبډله په خپل ګروپ کې له ارجنټاین وروسته دویم ځای لري او د دې لوبې په بریا سره به له ارجنټاین سره یوځای بل پړاو ته لاره ومومي.

که لوبه مساوي شوي، بیا به هم افغان لوبډله بل پړاو ته ووځي.

افغانستان د روان نړیوال جام په سي ګروپ کې له ارجنټاین، انګولا او اوکراین سره یوځای دی.

افغان لوبډلې کړیو دوو لوبو کې یوه ګټلې او یوه یې، بایللې ده. دا لومړی ځل دی چې افغانستان په فوټسال نړیوال جام کې لوبېږي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ۲۰۲۴کال فوټسال نړیوال جام د اوزبیکستان په کوربه‌توب روان دی چې ۲۴ لوبډلې په ګډون لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام