Asset 1SWN

پاکستان کې د یوه خره بیه ۱۰۰۰ ډالرو ته لوړه شوې

Increased-demand-for-donkey-skins-has-created-a-horrific-market

چین ته د پاکستان د خرو لېږد له امله دغه هېواد کې د یوه خره بیه څه باندې ۱۰۰۰ ډالرو «۳۰۰زره کلدارو» ته رسېږي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې چین کې د خرو له پوستکي څخه د درملو په جوړولو کې کار اخیستل کیږي او چین یې له پاکستانه پیري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د رسنیو د راپورونو له مخې په دې سره چین کې د خرو غوښتنه زیاته شوې او په پاکستان کې د خرو بیه لوړه شوې ده.

ډېلي پاکستان رسنۍ راپور ورکړی چې د دغه هیواد په ستر ښار كراچۍ كې د یوه خره بیه درې سوه زره کلدارو ته لوړه شوې چې هلته یې، د خرو د ګاډیو چلوونکي اندېښمن کړي دي.

په چین کې د درملو او د مېرمنو د ښکلا په کریمونو کې د خرو پوستکي کارول کېږي چې ورسره دغه هېواد د خرو سوداګري هم توده شوې.

له دې وړاندې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی و چې چین کې د خرو د کلاجن په نوم پروټین موادو ته غوښتنه ډېره شوې چې په وینا یې، افریقا کې هم د دې حیوان د مړینې لامل شوی دی.

کلاجن د یو پروټین نوم دی چې د بېلابېلو موجوداتو غمبرو کې پېدا کېږي. کلاجن د مخ او بدن د ښکلا او ځوان ساتلو اړینه سرچینه ده.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

چین د خره د پوستکي کلاجن څخه یو ډول دودیز درمل جوړوي چې د «ای‌جیایو» په نوم یادېږی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام