د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې له پاکستان څخه دغه ولسوالي د ۵۱۰ کیلوګرامه بېکیفیته او خرابې غوښې لېږد مخه نیول شوې.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مطبوعاتي مسوول محمدحنيف حقمل وایي، دغه بېکیفیته غوښه او ینه د مالدارۍ امریت د ښاروالي د کمېساري په همکارۍ نیول شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، دغه خرابه غوښه په یوه ټونس ډوله موټر کې لېږدول کېده او هڅه کېده چې د کندهار په ګډون نورو ولایتونو ته هم ولېږدول شي.
د حقمل په وينا، دغه ډول بېکيفيته او خرابه خوښه، څو ورځې وړاندې د پاکستان ځینو سیمو کې وېشل شوې وه چې په وینا یې، د بېلابېلو ناروغیو د رامنځتهکېدو لامل شوې وه.
په ورته مهال یوه ورځ وړاندې هم د سپین بولدک ولسوالي کې ۲۰۰ کیلوګرامه خرابه ینه او ۳۵ کیلوګرامه د چرګانو بېکیفیته غوښې د لېږد مخه نیول شوې وه.