Asset 1SWN

اوزبکستان به په نږدې راتلونکې کې د ا.ا سفیر ومني

A-conversation-between-the-Ambassador-of-Uzbekistan-and-Abdul-Kabir-11-qsrxuaibgz8yuj9h6h25unyx6ofctib9av3xjoqc20 (1)

د اوزبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف‌اوف ویلي چې هېواد به یې په نږدې راتلونکې کې په رسمي ډول د ا.ا سفیر ومني. ارګ پرون ناوخته پر اېکس یوه خبرپاڼه خپره کړې او په‌کې لیکلي یې دي چې عارف‌اوف دا موضوع د ا.ا د رییس‌الوزرا له سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر سره په لیدنه کې یاده کړې او ویلي یې دي چې اوزبکستان په مهمو نړیوالو غونډو کې د ا.ا د دریځ ملاتړ کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عارف‌اوف ویلي چې اوزبکستان له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا ته ژمن دی او د کانونو، برښنا، کرنې، بیارغونې او تاریخي اثارو د ساتنې برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې اوزبکستان د افغان‌-‌ټرانس پروژې د عملي کېدو برخه کې ډاډ ورکړی او له محمد عبدالکبیر څخه یې غوښتي، څو په یوه رسمي سفر دغه هېواد ته ورشي.

محمد عبدالکبیر په دې لیدنه کې ویلي چې ا.ا له اوزبکستان، سیمې او نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او د افغانستان او سیمې اقتصادي پیاوړتیا د خپل بهرني سیاست لومړیتوب بللی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د اوزبکستان لومړی وزیر عبدالله عارف‌اوف پرون سهار د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري د سوداګریز تواصل په غونډه کې د ګډون او د اوزبکستان د کورنیو محصولاتو او تولیداتو د نندارتون پرانېستې په موخه کابل ته راغلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام