Asset 1SWN

هلمند کې د ټرافیکي پېښې پرمهال شپږ کسان مړه او دوه ټپیان شوي

ټرافیکي پېښه- موټر

د هلمند محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې پرمهال شپږ کسان مړه او دوه نور ټپیان شوې دي.

پېښه بېګاه شپه د سنګین ولسوالي اړوند سیمه کې وروسته له هغې رامنځته شوې چې د واده د ورا موټر اوبه ته ولوېد.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هلمند  د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال شېرمحمد وحدت سلام‌وطندار ته وايي چې پېښه کې ښځې او ماشومان هم مړه شوي دي.

هغه وویل: «پېښه تېره شپه د سنګین ولسوالي اړوند ساروان‌کلا ته څېرمه «جوغلونډک» سیمه کې رامنځته شوې. په پېښه کې ښځې او ماشومان شامل دي، خو دوه  تنه په‌کې د امنیتي مسوولانو له‌خوا ژوندي ژغورل شوي دي.»

وحدت زیاتوي چې په یاده سیمه کې د واده موټر د هلمند سیند ته لوېدلی چې په‌کې ناست کسان مړه او دوه نور ژغورل شوي دي.

د نوموړي په وینا، دغه پېښه د موټرچلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

یاده پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت کې د ورته پېښو پرمهال ځینې کسان مړه او ټپیان شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام