Asset 1SWN

له پنډیتوب تر طب پوهنځي؛ «نیمه‌ورځ مې پنډیتوب او نیمه‌ورځ مې زده‌کړې کولې«

۲

خوست کې د واجدالله په نوم زده‌کوونکی چې تازه د کانکور ازموینه کې پر لوړو نمرو د دغه ولایت شیخ زاید پوهنتون، طب پوهنځي ته بریالی شوی، وايي، نیمه ورځ به یې، پنډیتوب کاوه او نیمه ورځ به یې خپلې زده‌کړې کولې.

هغه سلام‌وطندار ته وايي چې د بې‌وزلي او تنګسیې سره سره یې خپلې زده‌کړې پرې نه‌ښودې او په وینا یې، زده‌کړو ته یې دوام ورکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي ټينګار وکړ چې د کورنۍ اقتصادي ستونزو له امله به یې پنډیتوب کاوه او د کار ترڅنګ یې زده‌کړې هم کولې او هېڅ‌کله یې، ناچارۍ لامل نه‌شوه چې دی له زده‌کړو لرې وساتي.

واجدالله وايي، «که څوک وغواړي چې زده‌کړې وکړي، نو هېڅ ستونزه يې، د زده‌کړو پر وړاندې خنډ نشي جوړېدای.»

هغه وويل چې خپلو زده‌کړو ته به دوام ورکوي او وايي، په راتلونکي کې به يې هم هېڅ ستونزه د زده‌کړو پر وړاندې خنډ نه‌شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د واجدالله د کورنۍ غړي هم د نوموړي په بريا خوښ دي او له نورو کورنيو غواړي چې په خپلو اولادونو زده‌کړې وکړي، څو د ټولنې د هوساينې جوګه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام