Asset 1SWN

لوګر کې د پوهنې اړوند ۱۵ پروژې پلي کېږي

received_862060149144816

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(UNICEF) له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او یوشمېر ولسوالیو کې د پوهنې برخه کې ۱۵ رغنیزې پروژې پلي کېږي.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وویل، دا پروژې د پوهنې وزارت سره په همغږۍ د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(UNICEF) له لوري پیل شوي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د ۱۱۵میلیونه افغانیو په مالي لګښت بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عرب زیاته کړه، « په دغو پروژو کې ۶ ښوونځیو ته د ټولو ملحقاتو په لرلو سره د ودانیو او ۹ نورو ښوونځیو ته د احاطوي دېوالونو  ، د پاکو اوبو د څاګانو کېندل، د لمري برېښنا فعالول او نور د اړتیا وړ ملحقاتو جوړول شامل دي.»

نوموړي دغه راز زیاته کړه، د یادو پروژو له بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵ زره زده کوونکو ته د لیک لوست خوندي چاپیریال او اسانتیاوې رامنځته شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې دوه اونۍ وړاندې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(UNICEF) د ۱۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د درې ښوونځيو ودانیو بیارغاونه پيل شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام