Asset 1SWN

عامې روغتیا وزارت: دوو میاشتو کې د کانګو ناروغۍ ۳۸سلنه پېښې زیاتې شوي

An Afghan boy carries a sheep on his shoulder at a livestock market on September 22, 2015, just ahead of the Eid al-Adha festival in Kabul.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د تېرو دوو میاشتو پرمهال هېواد کې د کانګو ناروغۍ مثبتې پېښې ۳۸سلنه زیاتې شوې دي.

د یاد وزارت ویاند شرافت‌زمان امرخېل نن سه‌شنبه، غبرګولي ۲۲مه سلام‌وطندار ته وویل چې تېرو پنځو میاشتو کې د کانګو ۲۰۳ پېښې ثبت شوې وې چې له ډلې یې شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «افغانستان کې د تېرو دوو میاشتو پرمهال د کانګو ناروغۍ پېښې ډېرې شوي او ۳۸سلنه زیاتې شوې دي چې تېرو پنځو میاشتو کې ۲۰۳ پېښې ثبت شوي او له امله یې د مړینې شپږ پېښې هم ثبت شوې دي.»

کانګو یوه ویروسي ناروغي ده چې پر دې ناروغي اخته څاروي سره د تماس یا هم د غوښې خوړلو له کبله انسان ته لېږدول کېږي.

په همدې حال کې یو‌شمېر ډاکټران د دې ناروغي نښې، شدیده تبه، د سر درد، د غړیو درد، د ملا درد، د سترګو سوروالی، ستړیا او ژرغصه کېدل په ګوته کوي.

د انتاني روغتون متخصص فریدا‌لله عمري سلام‌وطندار ته وویل: «که زموږ پر بدن زخم وي، باید څارویو ته ورنږدې نه‌شو او کله چې قرباني کوو، دست‌کشې، ماسک، عینکې او موزې واچوو او له هغې وروسته یې پاکې ومېنځوو.»

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي چې د کانګو ناروغۍ مخنیوي لپاره یې، هېواد کې د څارویو د دواپاشۍ کمپاین پیل کړی دی.

د یاد وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین وویل: «د ناروغۍ مخنیوي لپاره هغو ځایونو کې چې د څارویو پلور او پېر کېږي، د عفونت ضد درملو او دواپاشۍ کمپاین پیل کړی او همداراز د دې ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی ورکوو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د معلوماتو له مخې، تېرکال هېواد کې ۲۴۴کسان پر کانګو ناروغۍ اخته شوي وو چې له امله یې څه باندې ۱۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام