Asset 1SWN

سېلابونو یوازې په اپرېل کې ۱۰ زره هېکټاره کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې

سېلاب

د غور یوشمېر اوسېدونکي وايي، وروستیو سېلابونو یې زرګونه هېکټاره ځمکه ویجاړه او د دوی له ښې یې اېستلې ده. د غور د مرکز فېروزکوه ښار د مدرسې اوسېدونکی فضل‌الحق زماني وايي، وروستیو سېلابونو یې کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.

هغه وايي، کرنه یې د کورنۍ د عاید یوازینۍ سرچینه وه، خو اوس یې ټول کښتونه له منځه تللي او وېره لري چې کورنۍ به یې له قحطۍ سره مخامخ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «زموږ سیمه کې سېلابونو زموږ ټولې کروندې، لکه کچالو، لوبیا، غنم او نور یووړل. دولت راغی، تصویرونه یې واخیستل، خو تراوسه یې هېڅ مرسته نه‌ده کړې. زموږ د عاید یوازینۍ سرچینه همدا کرنه وه؛ موږ سره دې مرستې وشي.»

د بغلان د دهنه‌غوري ولسوالي اوسېدونکی الوزی هم له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې پر کرنې او مالدارۍ بوخت دی.

هغه وايي، سږ کال یې پر څلور جریبه ځمکې لوبیا کرلې وه، خو د وروستیو سېلابونو له امله یې هر څه له لاسه ورکړي او سرپرست حکومت هم تر اوسه ورسره مرسته نه‌ده کړې.

په ورته وخت کې د قحطۍ د لومړني خبرداري سېسټم په نوم نړیوالې شبکې د جمعې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د سېلابونو راوتلو له امله یوازې په اپرېل میاشت کې ۱۰ زره هېکټاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

دغه بنسټ له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر ته په اشارې ویلي، د دې احتمال شته چې د افغانستان په سوېل او سوېل ختیځو سیمو کې د خوړو ناامني دوام ومومي.

بله‌خوا د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي، اوس سېلاب‌ځپلیو کورنیو ته د مرستو رسولو لړۍ روانه ده. د دغه وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین وايي، د لومړنیو مرستو له وېشلو وروسته د سېلابونو له امله د ویجاړو شویو کرنیزو ځمکو سروې به هم پیل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام WFP له دې وړاندې ویلي و چې په افغانستان کې د سېلابونو له ناوړه پایلو سره د مبارزې لپاره ۱۴ میلیونه دالرو ته اړتیا ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام