سلاموطندار په پلازمېنه کابل کې د کورنیو ترمنځ «نجونو او هلکانو» ته د غوراوي «انتخاب» حق ورکړې په تړاو له ۳۶نجونو او هلکانو سره مرکې کړې دي.
د مرکو پایلې ښيي چې په کورنیو کې د نجونو په پرتله هلکانو ته د غوراوي «انتخاب» حق ورکړې ته ډېر پام کېږي او نجونې ترې محرومې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه مرکې له ۱۸ نجونو او ۱۸ هلکانو سره شوي چې له ډلې یې ۱۸ نجونو او درې هلکانو ویلي، د کورنیو او سرپرست حکومت له لوري یې د غوراوي حق ترې اخیستل شوی دی.
د دوی په وینا، د واده کولو، تفرېحې، د ملګري د غوراوي، د ژوند کولو ځای ټاکنې، د کاري برخې حق ترڅنګ د تحصیلي څانګې «پوهنځي» د ټاکلو حق ترې اخیستل شوی.
مرکه شوي همداراز وايي، د کورنیو محدودیتونه، ټولنیزې ننګونې او د سرپرست حکومت لهځوا د محدودیتونو لګول، لامل شوي چې په فردي او ټولنیزه توګه ژوند کې د غوراوي او ټاکلو حق ونهلري.
د کابل اوسېدونکې ۲۳کلنه باران وايي، ډېری برخو کې فردي خپلواکي نهلري او د ژوند ملګري، تفرېحې، د جامو او نورو برخو کې ترې حقونه اخیستل شوي دي.
هغې وویل: «باید د کورنۍ په خوښه مې وي، زه مقابله کوم او غواړم چې په خپله خوښه مې لباس وکړم، د کورنۍ، خپلوانو او حکومت لهخوا ګواښ راته کېږي او رټل کېږم. د ملګري او ځای حق زما په خوښه نهدی او انساني حق راڅخه اخیستل شوی.»
په ورته مهال یوشمېر نورې نجونې وايي، راتلونکې کې هم اړ دي چې د حق نهورکړې ته غاړه کېږدي او مجبوره دي، له هغه چا سره واده وکړي چې د دوی خوښه نهوي.
د کابل د چهارقلعه وزیراباد سیمې اوسېدونکې فرشته وايي، له دې امله چې نجلۍ ده، د ژوند ډېری برخو کې د غوراوي حق نهلري. نوموړې زیاته کړه چې له ښوونځي فارغه شوې او له لوړو زدهکړو د نجونو راګرځولو له امله، ترې د زدهکړو حق اخیستل شوی.
هغې وویل: «تراوسه مې واده نهدی کړی او که واده کوم، باید د کورنۍ په خوښه مې وکړم، موږ سیدان یوو او قوم کې مو رواج دی، که سید نهوي واده ورسره نهکوو. نشم کولای چې لوړې زدهکړې وکړم، ځکه حکومت اجازه نهورکوي. داسې شرایط دي چې ازادي نهلرو.»
په دې راپور کې ۱۸ هلکان چې ورسره مرکې شوي، څلور هغو یې ویلي، د ملګري، تفرېحې، د ژوند او کارځایونو انتخاب کې هېڅ حق نهورکړل کېږي.
د کابل د ۱۱مې حوزې اوسېدونکی ۲۸کلن صمد وايي، که څه هم بلوغ ته رسېدلی، خو کورنۍ یې ډېری برخو کې د انتخاب حق نهورکوي.
هغه وویل: «له هېواده بهر او نورو موضوعاتو کې باید له کورنۍ اجازه واخلم، د کار او تجارت حق نهلرم، ځکه کورنۍ مې اجازه نهراکوي.»
بلخوا دې راپور کې ۱۵ هلکانو او څلور نجونو د مرکو پرمهال ویلي، که څه هم د کورنۍ لهخوا ترې حق نهدی اخیستل شوی، خو د سرپرست حکومت لهخوا لګول شوي محدودیتونه، لامل شوي چې له خپل حق محروم شي.
بنفشه محمدي وویل: «زما په اند اوسنیو شرایطو کې موږ هېڅ د انتخاب حق نهلرو، د لباس اغوستلو، تفرېحې ته د تګ یا ملګرو سره د اوسېدو حق نهلرو، د لوړو زدهکړو حق نهلرم. ځایونه یوازې نارینهوو ته ځانګړې شوې دي.»
حریر هم وویل: «کورنۍ مې چې تر یوه بریده حق راکړی، د خاوند د انتخاب حق لرم، ځینو برخو کې د کورنۍ لهخوا مې حق راڅخه اخیستل کېږي، خو د نظام بدلون، موږ د زدهکړو او لباس اغوستلو حق نهلرو، ډېری هغو برخو کې چې د انتخاب حق نهلرم، د هېواد وضعیت له امله دي.»
سیدمحبالله حسیني هم وویل: «د غوراوي حق لرم، جبري نهدی، فردي خپلواکي لرم، د ملګري برخه کې باید د کورنۍ شرایط په پام کې ونیسوو.»
د کابل یوه بل اوسېدونکي ابوذر حسین هم وویل: «زه داسې یوې کورنۍ کې لوی شوی یم چې د پرېکړو نیونې په برخه کې مشوره کېږي، که څه هم زما په اړه وو، زما نظر ته اهمیت ورکړل شوی او مور او پلار مې زما پرېکړې ته ارزښت ورکړی، ډېرو برخو کې مې د انتخاب حق درلود.»
د ښځو حقونو فعالانې په هغو کسانو کې چې په ژوند کې د انتخاب حق نهلري، د ښځو زیاتې ونډې ته په پام سره وايي چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه او په کورنیو کې د ناوړه دودونه د دې لامل شوی چې نجونې په ژوند کې د انتخاب حق ونهلري.
د ښځوحقونو فعالې زینب رضايي وویل: «خلک دا فکر کوي چې دوی، دودپاله دي او له پخوا رواج دی چې خاوند د کورنۍ لهخوا انتخاب شي، لباس، تګراتګ او حتا د درس ویلو اجازه باید کورنۍ ورکړي. اوسني محدودیتونه چې ډېر شوي، دا د اندېنښنې وړ دي او حتا د ځانوژنو او له کورنیو د نجونو د تېښتې لامل شوې دي.»
د ټولنيزو مسايلو او ارواپوهنې کارپوهان د انتخاب حق درلودل، د ځوانانو له اساسي اړتياوو څخه ګڼي او وايي، له دې حق څخه لرېکول به په ځوانانو کې د رواني ناروغيو لامل شي او ټولنيز پرمختګ ته به زيان ورسوي.
د ټولنيزو مسايلو کارپوه ضيا نيکزاد وايي، له هلکانو او نجونو څخه د انتخاب حق اخيستل به د دوی شخصي او ټولنيز ژوند ته خطرناکې پايلې ولري.
هغه وویل: «
او میافزاید: «د ننني نسل اساسي اړتیا دا ده چې دوی ته ازادي ورکړل شي او د خپل ژوند لاره او طریقه غوره کړي. د حقونو درلودل، د ژوند له اساساتو څخه دي، څو هلکان او نجونې فکر او د عمل ازادي ولري.»
ارواپوهې یلدا وحیدي هم وویل: «پر اولادونو د محدودیتونو لګول منطقي کار نهدی، ځکه پر روح او روان یې منفي اغېزکوي او د کس د ګمراهۍ لامل کېږي.»
له دې ټولو سره- سره د سرپرست حکومت د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت ویاند عبدالغفار فاروق وايي، دغه وزارت د انتخاب حق ته د درناوي په اړه د پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي او په دې برخه کې یې د تاوتریخوالي ۴۷۴۰ قضیو ته رسېدنه کړې او د ۴۸۹۰ جبري وادونو مخه یې نیولې.
هغه وویل: «موږ دې برخه کې ډېر کارونه کړي او خلکو ته مو عامه پوهاوی ورکړی دی. د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۷۴۰ قضیو ته رسېدنه شوې او ۴۷۹۰ موردو د جبري نکاح مخنوی هم شوی دی.»
په اوسني عصر کې د ژوند پرمختګ او ټولنیزې پرمختیایي لپاره د انتخاب حق یو له مهمو اړتیاوو بلل کېږي چې هېواد کې ډېری افغانان د کورنۍ او بنسټونو لهخوا له دې حق محروم دي. دې برخه کې نجونې د واکمنو دودونو له امله تر هلکانو ډېرې اغېزمنې دي.