سږ کال په لغمان کې د «سمسور لغمان» په نوم کلنۍ مشاعره چې هر کال په پسرلي کې جوړېږي، د بېلابېلو ولایتونو د یوشمېر شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګیانو، ژورنالېستانو او ځوانانو په ګډون جوړه شوه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي عبدالنور رسولي د مشاعرې په پیل کې له راغلو شاعرانو مننه وکړه او د دا ډول مشاعرې جوړېدل یې د شعر او ادب لپاره مهم وبلل. هغه وویل چې یاده مشاعره تېر کال د الینګار سیند پر غاړه جوړه شوې وه او د شعر او ادب مینهوالو پهکې ګډون کړی و.
سږ کال دا مشاعره د سراج کلا په انګړ کې جوړه شوې وه چې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه پهکې شاعرانو او د شعر او ادب مینهوالو ګډون کړی و.
د لغمان والي مولوي شېراحمد حقاني هم د داسې مشاعرو جوړول ډېر مهم وبلل او له شاعرانو یې وغوښتل چې د قام او ولس په ګټه شاعري وکړي.
هغه زیاته کړه: «داسې شعر باید ولیکو چې د اسلام، ټولنې او خلکو په ګټه وي. حسن او ښه شعر باید ولیکو؛ په شعرونو کې باید د مسلمانانو د یووالي، ورورولۍ لپاره لفظونه راوړو؛ د اختلافي شعرونو له لیکلو باید ځانونه وساتوو.»
په همدې حال کې په مشاعره کې د ختیځ زون لپاره د روشن مخابراتي شرکت رییس عبدالباسط نبیل وویل، هڅه کوي چې د دا ډول مشاعرو په جوړېدو او مالي تمویل کې برخه واخلي.
مشاعرې ته راغلو ګډونوالو له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه چې د ځوانانو د همغږۍ، یووالي او مثبتو فکرونو د لېږد لپاره پر داسې پروګرامونو کار کوي.
د مشاعرې د ګډونوالو له ډلې شاعر او لیکوال نذیراحمد قریشي وویل، خوښ دی چې په لغمان کې د سمسور لغمان په کلنۍ دودیزه کې یې ګډون کړی دی.
هغه زیاته کړه: «سمسور لغمان کلنۍ مشاعره هر کال جوړېږي او ډېر شاعران پهکې ګډون کوي. لغمان د اسحاق ننګیال او ګلپاچا الفت ټاټوبی دی او له هر ځای څخه ورته د شعر او ادب مینهوال راځي. هر کال دا مشاعره په بېلابېلو ځایونو کې کېږي، څو د نورو ولایتونو شاعران د لغمان نورې سیمې هم وګوري.»
د یادنې ده چې د «سمسور لغمان» دودیزه مشاعره هر کال د پسرلي په شپو او ورځو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري جوړېږي او ډېری شاعران او لیکوالان پهکې ګډون کوي.