Asset 1SWN

سلام وطندار

له دوبۍ څخه بلخ ته د هوا له لارې ۱۶ ټُنه سوداګریز توکي لېږدول شوي

هوايي دهلیز

بلخ کې چارواکي وايي چې د عربي متحده اماراتو له دوبۍ څخه د هوا له لارې د بلخ مزارشریف ښار ته ۱۶ټُنه سوداګریز توکي رالېږدول شوي دي.

د مولانا جلال‌الدین محمدبلخي هوايي ډګر مسوولانو وايي، دغه سوداګریز توکي د یوې الوتکې په مرسته مزارشریف ته لېږدول شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مولانا جلال‌الدین محمدبلخي هوايي ډګر د ګمرک مدیر عبدالله مطمین سلام‌وطندار ته وايي، یاد سوداګریز توکي چې برښنايي توکي دي، د «بیات پاور» شرکت اړوند دي او پنج‌شنبه، کب درېیمه بلخ ته رسېدلې دي.

هغه زیاته کړه چې واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د مولانا جلال‌الدین محمدبلخي هوايي ډګر ته د کارګو الوتنه کېږي.

د یاد هوايي ډګر مسوولان همداراز زیاتوي، هڅه کوي، څو له دغه  هوايي ډګر څخه د هوايي دهلیز له لارې په منظم ډول د توکو د وارداتو او صادراتو د لېږد منظم بهیر پیل کړي.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې له هوايي ډګر د توکو لېږد-رالېږد به د هېواد اقتصادي ودې لپاره اغېزمنه تمامه شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې به د مولانا جلال‌الدین محمدبلخي هوايي ډګر څخه د هوايي دهلیز له لارې د سیمې هېوادونو ته جلغوزه او نور سوداګریز توکي صادرېدل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام