د بدخشان او غزني ولایتونو محلي مسوولان سلاموطندار ته وايي چې په یادو ولایتونو کې د سختو اورښتونو له امله د یوشمېر ولسوالیو لویې لارې تړل شوي دي.
د دوی په وینا، د یادو ولایتونو د ځینو ولسوالیو لویې لارې پرانېستل شوي، خو ځینې نورې یې بیا د اورښتونو له امله لاهم تړلې پاتې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غزني محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د څلور ولسوالیو لارې چې د سختو اورښتونوله امله تړل شوې وې، بېرته یې پرانېستې دي.
د یاد ولایت د ټولګټو رییس محبالله عباس سلاموطندار ته وايي چې د واورو اورښت د ناوور، مالستان، جاغوري او اجرستان ولسوالیو لویې لارې تړلې وې چې نن دوشنبه سلواغې ۳۰مه غرمه مهال بېرته پرانېستل شوې دي.
د نوموړي په وینا، د غزني ځینو ولسوالیو کې تر ۵۰سانټي واوره شوې چې د واورې د پاکولو چارې روانې دي.
تېره شپه د غزني مرکز سربېره بېلابېلو ولسوالیو کې درانه اورښتونه شوي چې د ځینو ولسوالیو لویې لارې هم ورسره تړل شوې دي.
بلخوا د بدخشان مسوولان بیا وايي چې د اورښتونو له کبله د دغه ولایت د نهو ولسوالیو لویې لارې له مرکز سره تړل شوي دي.
د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست امر محمد کامګار سلاموطندار ته وویل چې د «نسی، شکی، کوفاب، خواهان، مایمی، یاوان، راغستان، کوهستان او شغنان ولسوالیو لویې لارې د واورې اورښت او توپان له کبله تړل شوي دي.
د نوموړي په وینا، دا مهال یادو ولسوالیو کې د واورې اورښت روان دی او د پاککارۍ چارې یې له خنډ سره مخ کړي دي.
نوموړي وویل: «د اشکاشم شهربزرګ، یفتل پایان، کران او منجان، تیشکان او ارغنجواه ولسوالیو ځینې کلي د یادو ولسوالیو له مرکز سره نښلېدونکې لارې تړل شوي چې انشالله له اورښتونو وروسته به له اړوند ادارو سره په همغږۍ به یې بېرته پرانیزو. زیانونه کم دي، یوازې لس کورونه ویجاړ شوي دي.»
له دې سره هممهاله له تېرې شپې راهیسې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې درانه اورښتونه شوي او روان دي چې د ځاني زیانونو ترڅنګ یې خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.