د زابل په شهر صفا ولسوالي کې د څه باندې ۳۱میلیونه افغانیو په لګښت دوه پُلونه جوړ او ګټېاخیستنې ته وسپارل شول.
د ټولګټو وزارت مسوولان وايي چې د «سنګرمانده» په نوم پُل چې ۴۲ متره اوږدوالی او ۷.۸ متره پلنوالی لري، د ۱۵میلیونه او ۸۶۹زره او ۵۰۰ افغانیو په لګښت جوړ شوی دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه پلونه چې د کابل-کندهار لویه لاره له یوه بل سره نښلوي، رغنیزې چارې یې د یوه خصوصي شرکت له لوري بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
د یاد وزارت مسوولانو زیاته کړه چې د شهرصفا ولسوالي اړوند سیمه کې دویم پُل چې ۱۶میلیونه او ۸۶۹زره او ۵۰۰ افغانۍ لګښت پرې راغلی، ۳۴متره اوږدوالی او ۸.۷ متره پلنوالی لري.
د ټولګټو وزارت سرپرست محمدعسی ثاني د یادو پلنو د پرانېستلو پر مهال وویل: «ټول نهه پلونه دي. یو د سوختې پل دی، بل د سنګرماند پل چې موږ یې نن ګټېاخیستنې ته سپارو. یو د مغلیز پل پاته دی، هغه به هم بل سبا ته ګټیاخیستنې ته وسپارل شي.»
د دوی په وینا، که پلونه او پلچونه په اساسي دول ورغول شي، د ورځو مزل به یې ساعتونو ته رالنډ شي او موټر به یې له خرابېدو هم خلاصون ومومي.
یوه موټرچلوونکي یارمحمد وویل: «موږ بیخي ډېر خوشحاله یوو. دا شل کاله کېږي چې موږ پر دغه لار ځو او راځو کله به پخوا مانده لار بنده کړې وه، کله به موټر خرابېدل، اوس بیخي خوشحاله یوو.»
دغه دوه پُلونه داسې مهال ګټېاخیستنې ته سپارل کېږي چې لاهم د کابل- کندهار پر لویه لاره د تېرو جګړو له امله ډېری ویجاړ شوي، پلونه او پلچکونه بیارغونې ته اړتیا لري.