د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د لوګر محمداغې ولسوالي د سرخ اب اوبو بند د شاوخوا ۱۱ میلیونه افغانیو په مالي لګښت بیارغول کېږي.د
اوبو او برښنا وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د یاد بند بیارغونې چارو پيل مراسمو ته وویل، د سرپرست حکومت مشران هڅه کوي چې د هېواد په کچه د بیارغونې پر بنسټ پر پروژو کار وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
وموړي وویل، د لوګر په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو په لسګونو لویو او وړو بندونو باندې د بیارغونې چارې پيل شوي چې په یادو پروژو کې سلګونه وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه برابره شوې.
هغه وويل: «لوګر سرخ اب اوبو بند د بیارغونې رسمي چارې نن پیل شوې او د دغه بند له جوړېدو سره به زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او په پام کې ده چې ورته پروژې د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم عملي شي.»
د لوګر والي ضیاالرحمن مدني دې مراسمو ته وویل، د سرخ اب اوبو بند د کرنې او بڼوالۍ برخه کې ځانګړی اهمیت لري او د محمداغې ولسوالي اوسېدونکو ته پکار ده چې د یاد بند په بیارغونه او ساتنه کې د اوبو او برښنا وزارت سره همکاري وکړي.
د دغه ولایت د سېندیزې حوزې رييس محمداسماعیل اخندزاده وویل، د سرخ اب اوبو بند د محمداغې په ولسوالي کې موقعیت لري چې ۲۵ متره لوړوالی، ۱۳۵ متره اوږدوالی لري او د شاوخوا ۹ میلیونه متره مکعبه اوبو د ذخېرې کولو ظرفیت لري.
دی همدارنګه زیاتوي، یاد بند د هیواد پخواني ولسمشر امان الله خان په وخت کې جوړ شوی وو او له بیارغاونې سره به یې ۳ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.
باید وویل شي چې میاشت وړاندې د اوبو او برښنا وزارت له لوري د ۳۱ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د خروار اوبو بند د بیارغونې چارې هم پیل شوي چې په راتلوونکو شپږو میاشتو کې به یې کار چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.