Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې په درې میلیونه افغانیو یو چکډېم جوړ شو

FB_IMG_1703672123154

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو یو چک‌ډېم جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارلی دی.

د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس محمدقاسم راشد سلام‌وطندار ته وویل چې دغه چکډېم د ۵۰ مترو په اوږدوالي او درې مترو په لوړوالي د نهه میاشتو په موده کې د انکشافي قوا ادارې په کچه د خوړو نړیوال پروګرام/WFP په مالي لګښت د درې میلیونه او ۵۰۰زره افغانیو په ارزښت د مرکز پل‌علم اړوند په شلک سیمه کې رغول شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه چې پرانېستل شوی چکډېم ۱۳۰۰ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

راشد زیاتوي چې د دغه چکډېم د رغولو هدف د ځمکې لاندې اوبو زیاتوالی او له وچکالي څخه مخنیوی بلل شوی دی.

د دغې پروژې د تطبیق پر مهال شاوخوا ۶۰ کارګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې تېره ورځ د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې سرپرست حکومت متوازنې پراختیا ته ژمن دی او له همدې امله په ټولو ولایتونو کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت یو-یو چکډېم جوړوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام