د میدانوردګ د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې په مرکز میدانښار کې د نهه ولایتونو په کچه د «ووشو» ورزشي سیالۍ پای ته ورسېدې.
د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امر زبیحالله وهاج سلاموطندار ته ویلي، په دغه سیالیو کې چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ، د میدانوردګ په کوربهتوب د کابل، خوست، لوګر، غزني، بامیان او ننګرهار ولایتونو لسګونه غوره ورزشکارانو ګډون کړی وو. وهاج زیاته کړه چې د یادو سالیو له جوړېدو یې موخه ووشو ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او د ولایتونو په کچه د ووشو ورزش غوره لوبغاړو په نښه کول دي.
د نوموړي په وینا، په پام کې ده چې ورته سیالۍ د میدانوردګ په یوشمیر ولسوالیو او مرکز کې هم جوړې شي.
د میدانورودګ ورزشکاران هم خوښ دي چې د نهو ولایتونو په کچه د ووشو ورزش سیالۍ وشوې، خو ټينګار کوي چې ورته سیالۍ دې د یاد ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم وشي.