د پکتیکا محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت خیرکوټ ولسوالي کې په نږدې شپږ میلیونه افغانیو یوه روزنتون ته ودانۍ جوړه او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه روزنتون د ياد ولايت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري دې ولسوالي کې د یتیمو ماشومانو د روزنې او پالنې لپاره جوړ شوی دی.
خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د يادې ودانی ځينې چارې د تېر حکومت پر مهال پیل شوې چې پاتې چارې يې د پکتيکا د کار او ټولنيزو چارو رياست په مالي لګښت بشپړې او تېره ورځ ګټېاخيستنې ته وسپارل شوه.
ياده ودانۍ اووه خونې لري چې یوه اداري او پاتې شپږ یې د هستوګنې او تدریس لپاره دي چې ټول اړینې اسانتیاوې هم پهکې برابرې شوې دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په یاد روزنتون کي به له ۵۰ څخه تر ۶۰ یتیمو ماشومانو ته د اوسېدو ترڅنګ روزنه هم ورکول کېږي.