Asset 1SWN

سلام وطندار

نیوزیلنډ نن د نړیوال جام کوربه لوبډلې سره لوبه کوي

352846

هند نن په خپل کوربه‌توب د نړیوال جام په یوې په زړه پورې لوبه کې د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن یکشنبه د اکتوبر ۲۲مه د هند په « هېماچال پراډېش کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هند او نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې تراوسه په روان نړیوال جام کې کومه لوبه نه‌ده بایللې او دواړو لوبډلو خپلې کړې ټولې سیالي ګټلې دي.

نیوزیلنډ او هند دواړو تراوسه څلورـ څلور لوبې کړي چې ټولې یې کړي او دواړه لوبډلې اته-اته نمرې یا امتیازه لري. نیوزیلنډ د غوره رنز‌رېټ پرمټ د جدول په سر کې او هند بیا دویم ځای خپل کړی دی.

د هند کرېکټ ملي لوبډله چې دا مهال په روان نړیوال جام کې ښه روان دی او د خپل کوربه‌توب له امله یې ښې لوې کړې دي. نیوزیلنډ بیا که څه هم تر ډېره په اسیايي وېشتن‌ځایونو باندې ښه نه‌ده ځلېدلې، خو روان جام کې یې تراوسه ځان ښه ثابت کړی دی.

د هند کرېکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۱ کال کې په خپل کوربه‌توب د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ګټلی او دا ځل به هم هڅه کوي، څو د نیوزیلنډ په څېر سترې لوبډلې ماتې او د نړیوال جام ګټلو لپاره خپل دریځ پیاوړی کړي.

خو نیوزیلنډ بیا تراوسه د نړیوال جام ګټلو ته شېبې شماري. دا لوبډله که څه هم د تېر ۲۰۱۹ کال یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام پای‌لوبې ته وتلې وه، خو انګلستان ترې وګټله.

د ۲۰۱۵ کال یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام پای‌لوبه کې هم اسټرالیا د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې د اتلولۍ هیلې په اوبو لاهو کړې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې هند درې ځله نیوزیلنډ ته ماته ورکړې او دوه لوبې د باران له کبله لغوه اعلان شوې دي.

نیوزیلنډ بیا خپلې وروستۍ پنځه یو ورځنۍ لوبې ګټلی او هند یوازې یوه سیالي بایللې او پاتې یې ګټلې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه د سوېلي افریقا کرېکټ ملي لوبډلې انګلستان ته ستره ماته ورکړه. سوېلي افریقا دې لوبه کې انګلستان ته د ۴۰۰ منډو هدف ورکړی و چې انګلستان بیا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۷۰ منډې جوړې کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام