Asset 1SWN

سلام وطندار

د کرېکټ نړیوال جام کې نن دوه لوبې کېږي

Sri_Lanka_Asia_Cup_Cricket_96212

د هند په کوربه‌توب د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې نن دوه لوبې کېږي چې لومړۍ سیالي د بنګلدېش او انګلستان ترمنځ روانه ده او دویمه لوبه به د سریلانکا او پاکستان ترمنځ ترسره شي.

ټاکل شوې چې د سریلانکا او پاکستان ترمنځ لوبه نن له غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه په «راجېف ګاندي کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بنګلدېش او انګلستان ترمنځ روانه سیالي کې تر دې مهاله انګلستان د یوه لوبغاړي په سوځېدو په ۲۱ اورونو کې ۱۳۸ منډې جوړې کړې دي. «ساعت: ۱۱:۱۱»

انګلستان په خپله لومړۍ لوبه کې له نیوزیلنډ سترې ماته وخوړه او نننۍ لوبه کې به هڅه کوي، څو بنګلدېش له ماتې سربېره، دغه سیالي په ښه رنز‌رېټ وګټي.

بنګلدېش لوبډلې بیا د نړیوال جام خپله لومړۍ لوبه کې افغانستان ته ماته ورکړه.

بل‌خوا د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې نړیوال جام کې خپله لومړۍ سیالي سوېلي افریقا ته وبایلله. که څه هم سریلانکا لوبډلې دغه سیالي کې ښکلې توپوهنه وکړه، خو د سوېلي افریقا د ۴۲۹ منډو هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله.

پاکستان په نړیوال جام کې خپله لومړۍ سیالي د نیدرلنډ پر وړاندې وکړه او دغې لوبډلې ته یې ماته ورکړه. پاکستان په یوې بریا سره دا مهال د نړیوال جام د جدول په درېیم ځای کې دی.

له دې وړاندې پاکستان او سریلانکا د وروستي ځل لپاره په اسیا جام کې سره مخ شوي چې یاده لوبه کې سریلانکا لوبډلې پاکستان ته په دوو وېکټو ماته ورکړه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادو سیالیو په لړ کې سبا افغانستان کوربه‌ هند لوبډلې سره لوبه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام