د بلخ یوشمېر اوسېدونکي او شیعه مذهبي وايي، د امنیتي اندېښنو له امله یې سږکال د عاشورا ورځې لمانځنې لپاره هغه ډول چې پهکار ده، چمتووالی نه دی نیولی.
دوی د بلخ له امنیتي مسوولانو غواړي چې د عاشورا ورځې لمانځنې لپاره دې کلک امنیتي تدابیر ونیول شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بلخ اوسېدونکي محمدموسی سلاموطندار ته وویل چې د امنیتي ستونزو له کبله یې د تېرو کلونو په څېر د عاشورا لمانځنې لپاره تیارۍ نه دی نیولی.
هغه وویل: «د تېرو کلونو په څېر امادهکي نشته؛ ځکه امنیتي ستونزې ډېرې دي. موږ غواړو چې امنیتي تدابیر دې ونیول شي.»
په ورته مهال د بلخ یوه بل اوسېدونکي محمدامیر هم له امنیتي مسوولانو غواړي چې د محرم ورځو پر مهال دې د جوماتونو او تکیهخانو امنیت ټينګ کړي.
نوموړي وویل: «زه د یوه حسیني عزادار په توګه دې ورځو کې د امنیت په اړه اندېښمن یم. امنیتي ځواکونه دې توجو ولري او امنیت دې ټينګ شي، څو موږ خپل مراسم ترسره کړو.»
په ورته مهال مزارشریف ښار کې یوه دیني عالم سیدحیدر هاشمي سلاموطندار ته وویل چې د امنیتي ستونزو له امله ښار کې ځینې محدودیتونه لګول شوي دي.
د نوموړي په وینا: «ځینې بدلونونه تر سترګو کېږي د امنیت ټينګښت لپاره. سقاخانې جوړې شوي او بیرغونه نه دي لګول شوي. دا ټول د مراسمو غوره ترسره کېدو او امنیت لپاره دي.»
بلخوا د بلخ امنیتي مسوولان بیا وايي چې د عاشورا ورځې لمانځنې لپاره یې د جوماتونو او تکیهخانو کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.
د بلخ د امنیې قومنداني ویاند محمداصف وزیري سلاموطندار ته وویل چې شیعه مذهبي «اهل تشیعه» کولای شي په ډاډه زړه خپل مذهبي مراسم ترسره کړي.
هغه زیاته کړه: «امنیتي ځواکونه په جدي توګه امنیتي تدابیر نیولي، څو د بلخ اهل تشیعه وکړای شي چې خپل مذهبي مراسم ترسره کړي. د بلخ اوسېدونکي هم باید امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.»
هر کال د محرم میاشتې لومړیو لسو ورځو کې شیعه مذهبي د عاشورا لمانځنې مراسم ترسره کوي چې دې ورځو کې د هېواد په ګڼشمېر ولایتونو کلک امنیتي تدابیر هم نیول کېږي.