د ملګروملتوونو ځانګړې استازولي یا یوناما د افغانستان لپاره خپله نوې دوه کلنه تګلاره اعلان کړې چې پر بنسټ به یې ملګري ملتونه افغانستان کې تر راتلونکوو دوو کلونو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د یوناما د نوې اعلان شوې تګلارې له مخې به د راتلونکو دوو کلونو پر مهال د یاد بنسټ لومړیتوب افغانستان کې پر بشردوستانه مرستو او بشر حقونو ورټول وي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په اعلان شوې تګلاره کې د ښځو، ماشومانو، بېځایه شویو کورنیو او قومي لږکیو وضعیت او ستونزو ته رسېدنه له لومړیتوبونو یاد شوي دي.
بلخوا سرپرست حکومت هم د یوناما له بشردوستانه فعالیتونو د هرکلي ترڅنګ ټينګار کوي چې دغه فعالیتونه باید له شرطونو سره مل نه وي.
حکومت هیله لري چې ملګري ملتونه دې په خپلو بشردوستانه مرستو کې پر پراختیايي برخو ډېر تمرکز ولري. د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي سلاموطندار ته وویل: «د افغانستان کورنیو مسایلو ته په درناوي دې خپل فعالیتونه تنظیم کړي، ا.ا هم به هم هلته له ټولو اړخونو سره خپله همکاري وکړي.»
له دې سره د سیاسي چارو شنونکي له دې امله پر ملګروملتونو نیوکه کوي چې دغه سازمان له روانو ستونزو او ننګونو څخه د افغانستان د اېستلو لپاره څه نه دي کړي.
د دوی په باور ملګروملتونو او یوناما د تېرو دوو کلونو پر مهال افغانستان کې د سیاسي ستونزو حل لپاره خپله ونډه په سمه توګه نه ده ادا کړې.
د سیاسي چارو شنونکي عبدالجبار اکبري وویل: «یوناما چې د ملګروملتونو سیاسي استازولي ده او کابل کې فعالیت کوي، تراوسه یې له خپل سیاسي منطق استفاده نه ده کړې، څو ا.ا سره کېني او د اختلاف نقطې په اشتراکي نقطو بدلې کړي او پیدا کړي چې ستونزه په څه کې ده.»
په ورته مهال د سیاسي چارو شنونکي سیدضیا حسیني سلاموطندار ته وویل چې د یوناما ډېری تمرکز د بشردوستانه مرستو پر لېږد او بشري ناورین کنټ رول په اړه دی او سیاسي برخه کې فعالیت نه کوي.
نوموړي وویل: «دوی باید د سیاسي مداخلاتو، حکومتولۍ څرنګوالي او اقتصادي او سیاسي وضعیت بدلون په اړه یو ماسټر پلان وړاندې کړی وای چې داسې یې ونه کړل.»
د یادونې وړ ده چې د تېرو دوو کلونو پر مهال ملګروملتونو د بېلابېلو نړیوالو ناستو او خبرپاڼو په خپرولو سره سرپرست حکومت دې ته نه دی قانع کړی چې د دوی غوښتنو ته غاړه کېږدي.