بدخشان کې محلي سرچینې وايي چې نن یکشنبه د غبرګولي اوومه د یاد ولایت مرکز فیضاباد اړوند سیمه کې یوې نجلۍ ځانوژنه کړې ده.
د سرچینې په وینا، یادې نجلۍ د فیضاباد ښار د درېیمې حوزې اړوند شورابک سیمه کې سیند ته ځان اچولی او ځانوژنه یې کړې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سرچینې همداراز زیاته کړه چې د دغې نجلۍ جسد د سیمې خلکو لهخوا له سیند څخه رااېستل شوی دی. د یادې نجلۍ عمر ۲۵ کاله ښودل شوی دی. په ورته مهال سرچینې د دغې نجلۍ د ځانوژنې لامل او انګېزه کورنۍ ستونزې بللي دي.
د بدخشان د امنیې قومنداني مطبوعاتي مسوول احسانالله کامګار بیا د یادې نجلۍ ځانوژنه نه تاییدوي او وايي چې نوموړې د سیند پر غاړه د چکر پر مهال اوبو ډوبه کړې او مړه شوې ده.
دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې څه موده وړاندې هم دغه ولایت کې یوه ۱۵کلن ځوان ځانوژنه کړې وه.