د لوګر د سپورټ امریت چارواکي وایي، د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست له لوري مرکز پلعلم کې د اتو ولایتونو په کچه د فرېزبي ټاکنیزې سیالي د کابل په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د لوګر د سپورټ امریت د نشراتو مسوول مصطفی احمدي سلاموطندار ته ویلي چې د فرېزبي سیالي د لوګر مرکز پل علم کې جوړې شوې وې چې د کابل، هرات، جوزجان، غزني، غور، میدان وردګ، ننګرهار او لوګر ولایتونو لسګونه لوبغاړو پهکې ګډون کړی وو.
احمدي زیاته کړه چې یادې سیالیو څلور ورځې دوام وکړ او د سیالیو په پای کې کابل لومړی مقام، لوګر دویم او غور درېيم مقام خپل کړ.
نوموړي وویل: «د دې سیالیو موخه د هېواد په کچه د فرېزبي ورشي سیالیو د ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو غوراوی وو چې د ۸ ولایتونو له ۶۸ لوبغاړو څخه ۳۲ تنه د فرېزبي ملي لوبډلې لپاره غوره شول او یاد کسان به په کور دننه او بهر د افغانستان د فرېزبي د ملي لوبډلې په نوم سیالیو کې ګډون کوي.»
د لوګر د فرېزبي سیالیو یوه لوبغاړي شکورالله سلاموطندار ته وویل، دا لومړی ځل ده چې دې ولایت کې د فرېزبي سیالۍ کېږي.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان د بدني روزنې عمومي اداره باید د فرېزبي ورزشي لوبې ترسره کېدو لپاره د لوګر په ګډون ټول هېواد کې ځانګړي لوبغالي جوړ کړي او ورته سیالۍ جوړې کوي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
فریزبي هغه ورزشي سیالۍ ده چې د دغې لوبې لوبغاړي له ۸ انچه څخه تر۱۰ انچه پلستیک څخه جوړ شوی ډېسک یو بل ته ګوزارول او نیول کېږي او په هر مرحله کې لوبغاړو ته نمرې ورکول کېږي او په افغانستان کې زرګونه مینوال لري.