دایکندي کې محلي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو پر مهال درې کسان مړه او یوولس نور ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا، ټرافیکي پېښې د یاد ولایت په میرامور ولسوالي او نیلي ښار کې رامنځته شوي چې مړو شویو کې یوه ښځه هم شامله ده.
لومړۍ ټرافیکي پېښه چې میرامور ولسوالي کې رامنځته شوې د یادې ولسوالي «پایکجک ورسل» کوتل کې یو پلانکوچ ډوله موټر له سړک اوښتی چې پر مهال یې د یوې ښځې په ګډون درې کسان مړه او د یوه ماشوم په ګډون یوولس کسان ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې د یادې پېښې ټپیان د میرامور ولسوالي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
سرچینه همداراز زیاتوي چې پېښه پرون له غرمې وروسته یوه بجه هغه مهال رامنځته شوه چې یاد موټر له ۱۳ سپارلیو سره له نیلي ښار څخه د میرامور ولسوالي اړوند ورسل کلي ته روان وو.
بلخوا د دایکندي مرکز کې یوه بله سرچینه بیا وايي چې دغه ولایت کې یوه فرونر ډوله موټر یو ۷۰کلن کس وهلی او مړ شوی دی. د سرچینې په وینا، پېښه پرون سهشنبه د کب ۲۳مه د نیلي ښار «بازار کهنه» سیمه کې رامنځته شوې ده.
په همدې حال کې د دایکندي امنیتي مسوولانو دواړه پېښې تایید کړي او سلاموطندار ته یې ویلي چې په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.
دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې پر مهال یې ځینې کسان مړه او ټپیان شوي هم دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
مسوولانو د یادو ټرافیکو پېښو اصلي لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، د سړکونو خرابوالی او له ټرافیکي قوانینو سره نه بلدتیا یادوي.



