په تخار کې محلي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د زرشويي د کارګرو د موټر چپهکېدو له امله ۱۷ کارګر مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.
سرچینې سلاموطندار ته وايي، پېښه نن سهار چهارشنبه د کب ۲۴مه د یاد ولایت د چاهاب ولسوالي اړوند انجیر قشلاق کلي کې د یوې «ډاډسن» موټر د چپهکېدو له امله رامنځته شوې ده.
د سرچینې په وینا، مړه شوي او ټپیان د چاهاب د نورابهيي کان د زر شويي کارګر وو چې د یاد کان پر لوري روان وو.
په ورته مهال د تخار امنیتي مسوولان هم پېښه تایید کړې ده. د یاد ولایت د امنیې قومنداني د مطبوعاتو او عامه اړیکو امر عبدالمبین ساپي سلاموطندار ته ویلي چې پېښه کې لس کارګر مړه او اته ټپیان شوي دي.
نوموړي همداراز ویلي، پېښه هغه مهال د انجیر ولسوالي چاهاب سیمه کې رامنځته شوې چې یاد ډاډسن موټر د زرشويي کارګرخپل کار ځای ته لېږدول.
د تخار د امنیې قومنداني د مطبوعاتو او عامه اړیکو امر عبدالمبین ساپي په وینا، په ټپیانو کې د پنځو کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی او درې نور ټپیان برسېرن ټپیان شوي دي.
دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې پر مهال یې ځینې کسان مړه او ټپیان شوي هم دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
مسوولانو د یادو ټرافیکو پېښو اصلي لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، د سړکونو خرابوالی او له ټرافیکي قوانینو سره نه بلدتیا یادوي.