د امریکا «سيبياېس نیوز» رسنۍ راپور ورکړی چې د افغانستان مخکنی ولسمشر محمداشرف غني د هغو مشرانو په نوملړ کې شامل دی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ته یې ارزښتمنې ډالۍ ورکړي دي.
یادې رسنۍ پرون پنجشنبه د کب څلورمه د امریکا د تشریفاتي ادارې د یوه سند له مخې راپور ورکړی چې ولسمشر غني ۲۰۲۱ کال کې د امریکا ولسمشر جو بایډن ته د ۹۶۰۰ ډالرو په ارزښت د ورېښمو یوه غالۍ ډالۍ کړې وه.
په خپور شوي راپور کې همداراز راغلي چې د غني مېرمن رولا غني هم د بایډن مېرمنې جېل بایډن ته د ورېښمو یوه غالۍ ډالۍ کړې وه چې ارزښت یې ۱۹۲۰۰ ډالرو ته رسېږي.
د سيبياېس نیوز په راپور کې راغلي چې د مخکیني افغان حکومت د روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم د ۲۰۲۱ کال جون میاشت کې جو بایډن ته ډالۍ ورکړې وه.
عبدالله عبدالله د ۱۱۵۰ ډالرو په ارزښت د «لاجوردو یو بکس» بایډن ته ډالۍ کړی و او په همدې جون میاشت کې بیا مخکیني ولسمشر غني د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن ته هم د ۲۶۵۰ ډالرو په ارزښت یوه غالۍ ډالۍ کړې وه.
د امریکا د تشریفاتو ادارې د سند پر بنسټ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د سویس جنوا کنفرانس کې خپل امریکايي سیال جو بایډن ته د ۱۲۰۰ ډالرو په ارزښت یو میناتوري لوښی او یو خودکار قلم ډالۍ کړی و.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د افغانستان د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ډالۍ د امریکا ملي موزیم ته لېږدول شوي او هلته ساتل کېږي.