د بدخشان د لرې پرتو او سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ، د روغتیايي مرکزونو نهشتون او د درملو کمښت څخه شکایت کوي.
د یادو سیمو اوسېدونکو سلاموطندار ته ویلي چې روغتیايي مرکزونو او درملو ته نهلاسرسي دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي
د دوی په وینا، ګڼشمېر هغه ناروغان چې وضعیت یې نازک وي، روغتیايي مرکزونو او درملو ته د نهلاسرسي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د زېباک ولسوالي اوسېدونکي محمداکرم وویل: «کلینیک نهلرو، څوک که مو ناروغان شي، پیسې نهلرو. له دې ځایه تر ولسوالي څلور ساعته لاره ده. که هلته لاړو که درملنه مو وشي او ناروغان شو، که څوک څه لري، راوړي یې، که یې نهلري، همالته مري او څوک یې پوښتنه نه کوي.»
په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت مسوولان د بدخشان د لرې پرتو او سرحدي ولسوالیو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د هڅو ډاډ ورکوي.
د دغه وزارت ویاند شرفت زمان وویل: «موږ چې د بدخشان پامیر ولسوالیو ته سفر کړی و، موخه مو د یادې سیمې د ستونزو حل او د روغتیايي خدمتونو د رسولو څرنګوالی و. موږ ننګونې درلودې او کار به پرې وکړو. له مرکزه دې سیمو ته د شپږو میاشتو لپاره درمل لېږدول شوي او راتلونکې کې هم هڅې روانې دي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
بدخشان د افغانستان په شمال ختیځ کې له سړو او محرومو ولایتونو څخه دی چې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي یې تېرو کلونو راهیسې، د اړتیا وړ روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو ته لاسرسی نهلري.