د ملګروملتونو امنیت شورا وايي چې افغان ښځې باید هره برخه کې معني لرونکی، مساوي او بشپړ ګډون ولري.
د امنیت شورا غړیو هېوادونو پرون سهشنبه د مرغومې شپږمه په یوې ویناپاڼه کې په پوهنتونونو او نادولتي موسسو کې د ښځو د زدهکړو او کار په اړه د اسلامي امارت وروستي فرمانونه غندلي دي.
د ملګروملتونو امنیت شورا ویلي چې د ښځو پر کار بندیز به افغانستان کې د بشردوستانه عملیاتو پر بهیر اغېز وکړي او دغه چاره به له ستونزو او ننګونو سره مخ کړي.
په ورته مهال د امنیت شورا په ویناپاڼه کې راغلي: «د اسلامي امارت دغه بندیزونه د افغانانو پر وړاندې د دوی د ژمنو او نړیوالې ټولنې له تمو سره په ټکر کې دي.»
د ملګروملتونو د امنیت شورا ټولو غړیو ویلي، د افغانستان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو کمرنګه حضور د دې ښکارندوینه کوي چې د بشر حقونو او بنسټییزو ازادیو ته درناوي کم شوی دی.
دا په داسې مهال دی چې د اقتصاد وزارت د تېرې اوونۍ د سهشنبې پر ورځ د مرغومې په درېیمه نېټه په یوې خپور کړي مکتوب کې له ټولو نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو څخه غوښتنه کړې چې د ښځینه کارکوونکو کار تر بلې خبرتیا پورې وځنډوي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د اسلامي امارت دغه پرېکړې ته په کور دننه او بهر ګڼشمېر افغانانو، نړیوالو بنسټونو او سازمانونو غبرګونونه ښودلې دي.