Asset 1SWN

هلمند کې ماين چاودنې ۵ ملکيان وژلي

Helmand-New-Pic-p549mj3u8qpe2ysv8zqkdt575xh7rqq8ll8d30bct0

د هلمند محلي مسوولان وايي، په دې ولايت کې د ماین چاودنې له کبله ۵ ملکيان وژل شوي دي. د ياد ولايت د والي وياند عمر ځواک وايي، دغه پېښه نن سهار د مرکز لښکرګاه ښار کې هغه مهال شوې کله چې د ملکيانو يو موټر د سړک غاړې پر ماين وربرابر شو.

د ځواک په وينا، په دې پېښه کې ۵ ملکي کسان وژل شوي دي.

په يوه بله پېښه کې په هرات ولایت کې د سړک غاړې ماين چاودنه کې بيا ۷ ښځې ټپيانې شوې دي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، نن سهار وختي کشک کهنه ولسوالۍ کې د ملکيانو يو فلنکوچ ډوله موټر د سړک غاړې پر ماين برابر شوی چې له کبله يې ۷ ښځې ټپيانې شوې دي چې د ۳ ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوی دی.

د فرهاد په وينا، دغه ماين د طالبانو له لوري ځای پرځای شوی و؛ خو وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د دواړو چاودنو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام