په غزني کې محلي او امنیتي سرچینې وايي، طالبانو د خپل نفوذي کس په وسیله بېګاه د دغه ولایت د مرکز اړوند په «توحیداباد» سیمه کې د ملي اردو د یوې پوستې ۷ سرتېري وژلي دي.
د غزني د ولایتي شورا غړی حسنرضا یوسفي د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، د طالبانو یو نفوذي کس توانېدلی چې یوې پوستې ټول سرتېري مسموم او بیا یې ووژني. د نوموړي په وینا، په یاده پېښه کې ۶ سرتېري وژل شوي دي.
په غزني کې د پوځ د درېیمې لوا ویاند علي شکاري هم وايي چې طالبانو د یوه نفوذي کس په وسیله په یاده پوسته کې ۲ سرتېري وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي. د نوموړي په وینا، د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي او نفوذي کس تښتېدلی دی.
طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی. د دغې ډلې ویاند ذبېحالله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې په پېښه کې ۷ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ځینې وسلې یې هم د دوی کسانو ته په لاس ورغلې دي.