Asset 1SWN

سلام وطندار

غني: پر رسنيو او مدني فعالانو بريدونه پر ډيموکراسۍ او د بیان پر ازادۍ بريد دی

Ghani-Media-p0ioe26pdfd4adrnmj2q4002qplf6cuww3014ii2z8

 

ولسمشرمحمد اشرف غني وايي، د مدنې ټولنې پر فعالانو، سیاسي شخصیتونو او د رسنیو پر کارکوونکيو هدفي بريدونه پر ډيموکراسۍ او د بیان پر ازادۍ بريد دی. ولسمشر ويلي، دغه هدفي بریدونه پر هغو کسانو کېږي چې د نوي افغانستان استازیتوب کوي او د ډیموکراسۍ، جمهوریت او بیان ازادۍ رسا غږ دی او حکومت لپاره د زغملو وړ نه دي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ د سراعلی قومندانۍ په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې وروستۍ هدفي وژنې او بریدونه ورته د منلو نه دي او امنیتي ادارې باید په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

ولسمشر غني امنیتي او دفاعي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د شویو بریدونو مسوولان ونیسي او په سزا ورکړي او همداراز امنيتي ادارې باید د راتلونکيو بریدونو مخنیوی وکړي.

همداراز په دې غونډه کې د جمهوررييس لومړي مرستیال امرالله صالح د شپږ نیمو بجو غونډو د لاسته راوړنو او په کابل کې د جنایي پېښو د مخینوي پایلو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د خبريالانو او د بشر حقونو او د ښځو د حقونو د فعالانو وژنه تر بل هر وخت ډېره شوې ده.

يوازې په تېرو دوه مياشتو کې کابل او ولايتونو کې ۵ خبريالان، يو شمېر څارنوالان، د بشر د حقونو مدافعان او يوه د ښځو د حقونو فعاله په هدفي وژنو کې وژل شوي او حکومت تر اوسه پورې د يادو وژنو د څرنګوالي په دې اړه رسنیو سره معلومات نه دي شريک کړي.

د خبريالانو او د بشر حقونو او د ښځو حقونو د فعالانو وژنو يو شمېر غبرګونونه هم له ځانه سره لرل چې تېره اوونۍ افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد وويل، هدفي وژنې د سولې پروسه ګواښي او دا وژنې بايد ودرول شي.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام