د کابل امنيې قومنداني وايي، د کابل اوومې ناحیې اړوند د چسپکي ماين چاودنې له کبله د څرخي پله د زندان روغتون د ۴ ډاکټرانو په ګډون ۵ کسان وژل شوي دي.
د کابل د امنيې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، دا پېښه نن سهار د کابل اوومې ناحیې اړوند «دوغ اباد» سیمه کې شوې ده.
فرامرز وايي، پېښه کې دوه کسان ټپيان شوي هم دي.
خو د استقلال روغتون ډاکټر نثار تاثیر سلاموطندار ته وايي، دغه موټر کې چې چاودنه پرې شوې، ټول د يوې کورنۍ غړي پهکې ناست وو.
د تاثیر په وينا، د پېښې قربانيان چې ټول ډاګټران دي، دوه نارينه او يوه مېرمن پهکې ۳ وژل شوې او يوه مېرمن او سړی پهکې ټپيان شوي دي.
د يادې پېښې مسوولت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.
ځینو خبریالانو بيا ویلي، دې پېښه کې دوه نارینه او دوه ښځینه ډاکټران وژل شوي.
کابل کې دې وروستیو کې هدفي بریدونه په تېره د چسپکي ماینونو چاودنې زیاتې شوي چې تر ډېره د امنیتي ادارو کسان پهکې په نښه کېږي.
د شمېرو له مخې، تېره یوه میاشت کې کابل کې د هدفي وژنو ۱۶ پېښې شوي دي.