د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په «ګردي کڅ» سیمه کې د پاکستان له لوري په شوي بمبار کې چې ۱۷ کسان په‌کې شهیدان او ۵ ټپیان شوي وو، د څلورو جسدونه لا هم نادرکه دي او د ژغورنې عملیات پایته رسیدلي.

د قرباني شوې کورنۍ غړي وایي، له مړو شویو څخه یې ۱۳ جسدونه پیدا او خاورو ته سپارلي، خو څلور تنه لا هم نادرکه دي.

دوی وویل، له تېرې شپې راهیسې حکومتي مسوولانو او محلي خلکو په ورکو جسدونو پسې لټون وکړ، خو په لاس ورنغلل.

د هغوی په وینا، په ورکو جسدونه کې یوه مېرمن او دوه ماشومان شامل دي .

د قرباني شوې کورنۍ غړی نزاکت خان وایي: «په دغه کور کې مونږ ۲۲ کسانو ژوند کاوه، دا ۱۷ په کې مړه دي او دا ۵ پکې زخمیان دي او مړو شویو کې ۱۳ کسان پیدا شوي او خښ کړي مو دي او ۴ کسان لا هم ورک دي، یو مې ورور دی، یوه مې وریندار ده او دوه مې وریرونه دي او نور ټول ډک کور، هر څه منځه لاړل.»

ورته مهال د سیمې اوسیدونکي وایي چې یادې کورنۍ له هیڅ یوې ډلې سره اړیکې نه درلودې او په خپلو ځمکو کې یې په مزدورۍ خپله کورنۍ ساتله.

دوی وویل، په شهیدانو کې ۸ د ښوونځي ماشومان هم شامل دي چې درې یې نجونې او پنځه هلکان و.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د سیمې اوسېدونکی شرف الدین وایي: «دا د ښوونځي شاګردان ۸ دانې و، اتو کې دا ۵ هلکان او ۳ یې انجونې وې، نو دا د اول صنف او دوهم صنف او درېیم صنف شاګردان و، دغه ګوره دا یې کتابونه پراته دي او دا بکسې او کتابونه به یې اوس هم خاورو لاندې دي او اندازه یې مونږ ته نه لګیږي.»

ورته مهال د ننګرهار محلي مسوولان وایي چې یاد پېښه د پاکستاني پوځي رژیم له لوري شوې وه چې ۱۷ تنه په کې شهیدان شوي او ۵ نور ټپیان شوي چې ډیری یې میرمنې او ماشومان دي.

د ننګرهار ولایت ویاند احسان الله عثماني وایي، ولایتي اداره یاده پېښه په کلکو ټکو غندي.

«د پاکستان اجیر پوځ چې څه وکړل او د دغې غریبې کورنۍ ۱۷ کسان شهیدان شول چې په‌کې د ۱۳ کسانو جنازه وشوه او ۴ کسانو جسدونه تر اوسه پورې نادرکه دي او د پاکستاني رژیم دغه ظالمانه کړنه مونږ ټول غندو.»

د یادونې ده چې پرون شپه ۱۲ بجې پاکستاني پوځي رژیم هم‌مهاله په ننګرهار، خوست او پکتیا کې هوایي بریدونه وکړل چې له امله یې ننګرهار کې د یوې کورنۍ ۱۷ تنه شهیدان او ۵ نور ژوبل شول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام