Asset 1SWN

د روان کاله له پیله ټرافیکي پېښو کې ۵۶۲کسان مړه او ۱۷۹۲ ټپیان شوي

ټرافیکي پېښه- موټر

د فاریاب مرکز میمنې ښار اوسېدونکی نثاراحمد سلام‌وطندار ته وايي چې تېره ورځ یې د یوې ټرافیکي پېښې له امله د کورنۍ یوولس غړي مړه او څلور نور ټپیان شوې دي.

نثاراحمد وايي چې دغه پېښه د موټرچلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې چې پرمهال یې د کورنۍ غړي مړه او ټپیان شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «موټر د ګړندي تګ له امله له سړک اوښتی او په پایله کې یې موټر کې سپاره کسان مړه او ټپیان شوې دي.»

د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو د عمومي ریاست له لوري سلام‌وطندار ته په لیکنې بڼه ورکړل شوي شمېرې ښيي چې د روان کال له پیله تراوسه هېواد کې ۱۲۶۵ ټرافیکي پېښې شوي چې په پایله کې یې ۵۶۲ کسان مړه او ۱۷۹۲ نور ټپیان شوي دي.

د یاد ریاست چارواکي په لویو لارو کې د ټرافیکي څراغونو نشتون، د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي هېواد کې د ټرافیکي پېښو اصلي لاملونه بولي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسم‌الله حبیب له موټرچلوونکو وغوښتل چې د لوی اختر په ورځو کې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د موټرچلولو پرمهال ټرافيکي اصولو او مقرراتو ته پام وکړي.

نوموړي وویل: «د اختر ورځو شپو کې د ټرافیکي پېښو مخنیوي په پار له موټرچلوونکو غواړو چې د موټرچلونې پرمهال د ټرافیکو اصول مراعت کړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۱۶۶ ټرافیکي پېښې په کابل، ۱۲۰ پېښې په هرات، ۱۰۵ پېښې په غزني او ۱۰۰ پېښې په سمنګان کې رامنځته شوي او دغه ولایتونه د هغو ولایتونو په سر کې راغلي چې تر ټولو زیاتې ټرافیکي پېښې پهکې رامنځته شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام