د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمسالدین محمدي وویل، تېره ورځ د دغه ولایت د یوه قومي مشر عبدالرسول نوايي موټر ټکر کړی چې هغه په کې ژوند بایللی او موټرچلوونکی یې ټپي شوی.
پېښه د میمنې او المار ولسوالي لاره کې شوې.
همدارنګه تېر مازیګر د فاریاب اندخوی ولسوالي کې هم یو کرولا موټر له سړک څخه اوښتی چې څلور کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي.
مړو شویو کې دوه ښځې، یو ماشوم او یو نارینه دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ویل شوي چې د دغه موټر چلوونکی خوب وړی وو او موټر یې چپه شوی.
دا داسې مهال دی چې د پنجشنبې په ورځ هم فاریاب کې د ټرافیکي پېښې پرمهال ۶ کسانو ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي وو.
هېواد کې ډېری ټرافیکي پېښې د موټرچلوونکو تېز سرعت او نه پام په دلیل رامنځ ته کیږي چې ملکي وګړو ته په کې مرګژوبله اړوي.



