Asset 1SWN

سلام وطندار

 د عامې روغتيا وزارت ۳ کارکوونکي د بډو اخيستو په تور په بند محکوم شول

Attorney-General-p2kc9cz8nswfeg6snamw9nqp4xfbxkf63cgcsy6o44

د عامې روغتیا وزارت ۳ کارکوونکي د ۸۰ زره ډالرو بډو اخیستو په تور په بند محکوم شول. لويې څارنوالۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په یاو ۳ کسانو کې د مرکزي سټاک امریت سرپرست غلام سخي نظر او د مرکزي سټاک د راپورونو د رسید مدیر غلام مصطفی پر پنځو پنځو کلونو او د فني امریت معتمد احمد فواد پر ۳ کالو تنفیذي بند محکوم شوي دي.

دغه حکم د اداري فساد د لویو جرمونو پر  وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز په یوه علني محکمه صادر شوی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، دغې محکمې دغه درې کسان حکومت ته د ۸۰ زره امریکايي ډالرو پر ورکړې هم محکوم کړي دي.

لويه څارنوالي زياتوي، همداراز د دغې قضايي ناستې پلاوي د تشریح د پلاوي غړي اجمل عسکرزاده، د معاینې د مدیر محمود نوابي او د مرکزي سټاک د معاینې پلاوي فضل شاه قریشي د خوشې کولو حکم صادر کړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام